د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار،هلمند، لوګر او لغمان ولایتونو کې اته وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په کندهار، هلمند، لوګر، لغمان او فاریاب کې د عملیاتو په نتیجه کې اته وسله وال مخالفین او دوه د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

د یوه بل خبرله مخې، په کندهارکې نن (چارشنبه) ترغرمې مخکې یوه چاودنه شوې چې د چارواکو به خبره یو پولیس او یو ولسي وګړی په کې ټپيان شوي دي.

اخوا د کندوزسیمه ییز چارواکي وایي، د جند الله ډلې اړوند یوه اته کسیزه ډله له یوې اندازې وسلو سره په دغه ولایت کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوې ده.

په همدې حال کې د کونړ د امنیې قومندانۍ مسولین وایې، نن (چارشنبه) سهار څوکۍ ولسوالۍ ته نږدې د ماین په چاودنه او نښته کې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي او درې وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG