د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژوند ښکلی دی


فرهاد دریا
فرهاد دریا

فرهاد دریا په افغانستان کې ژوبلو امنیتي عسکرو ته د وینې ورکولو یو کمپین هم پیل کړی، چې ډروپس ود دریا »څاڅکي له دریا سره» نومېږي. هغه وایي ولسمشر اشرف غني او ټولو افغان چارواکو ته یې دا ویلي دي چې په دغه کمپین کې له ده سره برخه واخلي او دا وښیي چې ژوند څومره قیمتي او ښکلی دی.

یورو ویژن ویبپاڼه لیکي افغان هنرمند فرهاد دریا دا وخت د اروپا پردوره دی، هغه وایي، غواړي د امن او سولې پیغام په ټوله نړۍ کې خور کړي، او د خپل هېواد نوم روښانه کړي.

فرهاد دریا د افغانستان یو تکړه هنر مند دی، چې په امریکا کې ژوند کوي، او وایي، غواړي په نړۍ کې د امن پیغام خور کړي، هغه د افغانستان د جدیدې موسیقۍ بنسټګر هم دی، په خپلو سندرو کې یې تل د امن، سولې او تعلیم پیغام ورکړی دی.

هغه د ملګرو ملتونو جایزه ګټونکی استازی او د سولې مبارز هم دی. نوموړي ته د افغانستان ایلویس هم ویل کیږي.

یورو ویژن ویبپاڼه لیکي فرهاد دریا د سولې او امن پیغام خورولو لپاره د یورپ دوره کوي. هغه وایي د ژوند د نورو برخو سره سره په افغانستان کې جګړې او بدامنۍ موسیقي هم زیانمنه کړې ده. دریا وایي موسیقي د افغان کلتور یوه مهمه برخه ده، او ولس یې ډیره خوښوي، په بله معنا کې افغانان له موسیقۍ سره مینه لري، خو جنګونو ترې یو څه هېره کړې وه، او دا هغه وجه ده، چې اوس ځوانان او پېغلې دې اړخ ته راځي، او د خپل کلتور او روایاتو اظهار کوي. هغه دا خبرې په برسلز کې د یو کنسرټ پر وخت وکړې.

فرهاد دریا وایي د جګړو له وجې یې ځوان کهول هم متاثره شوی دی، خو دی باور لري، افغانان به ډېر ژر په خپل هېواد کې د سولې سندرې پیل کړي، او دا کار به هم دا ځوان افغان کهول کوي. هغه وایي افغانان د موسیقۍ په برخه کې ډېره پوهه لري، او دی پر دې خوشاله دی، چې ډیر ځوانان دې اړخ ته راځي.

دریا دا هم وایي هر یو افغان په زړه زخم لري، هغه دردیدلي دي، خو ځوانان او ماشومان به د دغه درد دوا جوړېږي، او ځکه هم دی په خپل هېواد کې د ماشومانو د تعلیمي پرمختګ لپاره کار کار کوي.

هغه وایي په سیاست کې یې د راتګ هېڅ اراده نشته، او غواړي خپل مشن پر مخ بوځي او د دې لپاره کار وکړي.

فرهاد دریا په افغانستان کې ژوبلو امنیتي عسکرو ته د وینې ورکولو یو کمپین هم پیل کړی، چې ډروپس ود دریا »څاڅکي له دریا سره» نومېږي. هغه وایي ولسمشر اشرف غني او ټولو افغان چارواکو ته یې دا ویلي دي چې په دغه کمپین کې له ده سره برخه واخلي او دا وښیي چې ژوند څومره قیمتي او ښکلی دی.

XS
SM
MD
LG