د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تیلیسیمیا ناروغو ماشومانو ته ککړه وینه ورکول کیږي


د وینې د کمبوت سره مخ ماشومه
د وینې د کمبوت سره مخ ماشومه

د صحت قامې او نړیوالې ادارې وایي په پاکستان کې د یو تن نه بل ته د وینې د ورکولو پر وخت دې خبرې ته پام نه ورکول کیږي، چې د دغه وینې ټیسټ شوی دی او که نه ؟ چې دغه بیا د ایچ ایی وي ایډز او هېپېټاییټس د خورولو سبب جوړیږي، چې ترې مېرمنې او ماشومان هم متاثره کیږي.

نوموړې اداره وایي اکثره هغه ماشومان چې د وینې د کمي له ناروغۍ یعني تهلیسیمیا نه متاثره وي، د وینې د بیا بیا ورکولو په عمل کې یی کورنۍ دا پام نه کوي، چې د دغه وینې پوره ټیسټ شوی دی او که نه ؟ او اکثره داسې ماشومانو ته ایچ ای وي ایډز او د هیپيټاټیس سي غوندې ناروغۍولګیږي.

په قباییلي سیمو خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم اکثره کورنۍ په دې اړه دومره معلومات نه لري چې د ویني د خیژولو پر وخت کومو مهمو خبرو ته پام وکړي؟

د پاکستان د صحت د قامي ادارې د ایډز کنټرولپروګرام مېنېجر ډاکټر بصیر خان اڅکزی بیا وایي د تهیلیسیمیا په یو شمیر مرکزونو کې د وینې معایینه یعني سکریننګ نه کیږي، چېهم دغهپه ماشومانو او یا په لویو کې د ایډز او نورو ناروغو سبب جوړیږي :

(( مونږ سره په اسلام اباد کې یوه ماشومه داسې ده ، چې ورته د وینې د انتقال پر وخت ایډز لګیدلی ، زه په دعوې سره وایم چې په شخصي د تهیلیسیمیا په مرکزونو کې د وینې سم سکریننګ نه کیږي، نو ځکه څه نا څه شلو فیصدي ماشومانو ته هیپیټایټیس او څه یو فیصدو ته ایډز ولګي.))

رویټرز خبري اژانس په خپل یو رپوټ کې وایي په تیرو ورځو کې په دغه هیواد کې لسو ماشومانو ته چې د تهلیسیمیا ښکار وو، د وینې د انتقال پر وخت ایچ ای وي ایډز لګیدلی . ډبلیو ایچ او بیا وایيپه پاکستان کې یو کروړ دیرش لکه خلک د هیپيټاټیس بي او یا سي نه متاثره دي، او څه نا څه ۸۵۰۰۰ خلکو ته ایچ ای وي ایډز دی.

په پیښور کې د یونیسیف د مور او بچي د صحت د څانګې یو مشر ډاکټر عبدالجمیل وایي د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمو اکثره اوسیدونکې په وخت خپل د وینې ټیسټونه نه کوي، او داشان ترې ښځې او بچې هم متاثره شي.

د صحت د قامي ادارې د ایډز کنټرول پروګرام منېجر ډاکټر بصیر خان اڅکزی دا هموایي چې د سرینج له لارې د نشیي موادو د استمعال سره تر ټولو زیاتایډزد یو نه بل کس ته لګیږي، چې دغه کسان یي بیا په ټولنه کې په څه نا څه طریقه د خورولو سبب جوړیږي.

XS
SM
MD
LG