د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات له عملیاتو وروسته هم نا امنه دی


درګۍ ، سخاکوټ
درګۍ ، سخاکوټ

ایکسپر یس ټریبیون لیکي، که څه هم په سوات کې پوځي عملیات کامیابه وګرځول شول، او له دغه ځایه د وسلوالو د لرې کولو دعوې وشوې خو تر اوسه پورې د سوات اوسیدونکې په ویره او په یو غیر یقیني ماحول کې ژوند کوي.

په سوات کې د پوځي عملیاتو وروستو امن راغی خلک هم خپلو سیمو ته ستانه شول، او داسې تمه کیده چې په دغه غرییزه سیمه کې به اوس امن پر ځای شي، خو له دغې وروستو تر ننه پورې د سوات خلک د غیر یقینۍ په ماحول کې ژوند کوي.

په سوات کې که څه هم پوځ ځای پر ځای کړل شوی دی خو خلک وایي د دوی امنیتي مسئلې لا هم ندي هوارې. په دغه سیمه کې هدفي وژنې لا هم دوام لري ، او خلک وایي دوی اوس هم د پخوا غوندې له امنیتي مسئلو تیریږي.

ایکسپریس ټریبیون لیکې، په روان کال کې د امن کمیټیو ۲۶ غړي په سوات کې په هدفي پیښو کې ووژل شو، او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

په سوات کې نه خو د پخوا غوندې امن په نظر راځي او نه خلکو ته انصاف ورکړل کیږي. خلک د خپلو مسلو لپاره په میاشتو او کالونو انتظار کوي، او د دغې باوجود هم د قانونې مسئلو نه تیریږي.

ورځپاڼه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سوات د یو مشر مختار خان یوسفزيله خولې لیکې : که چیرې غربت او د تعلیم کمی د ترهګرۍ او بدامنۍ سبب جوړیږي، نو بیا خو باید دغه صورتحال د پخوا راهیسې وای، ځکه چې د ۱۹۶۰ مې تر لسیزې پورې په سوات کې امن و، د خلکو مسئلې به زر هواریدې او دغلته د اوسیدونکیو ژوند ډیر ښه وو، چې اوس یی هم سواتیان یادوي.

ورځپاڼه لیکې په سوات کې مسئله له هغې وروستو پیل شوه، کله چې فضل الله د ایف ایم راډیو له لارې خلکو ته ویناوې شورو کړې، او دا شان یي د یو جمات او مدرسې د جوړولو لپاره له خلکو د چندې غوښتنه وکړه. په هغه وخت کې میډیا پر دې خاموشه پاتې شوه، چې په اصل کې د خلکو دغه چندې د ترهګرۍ او بد امنۍ د پیښو او د ملا فضل لله د خپل تحریک د چلولو په ګټهاستعمال کړې.

د سوات ځینو اوسیدونکیو د دغه خلاف امنیتي ادارو او پولیسو ته هم شکایت وکړ، خو چا پرې څه غوږ ونګرولو. او دا شان د سوات حالات خراب شول. او له دغې وروستو هم سواتیان د امنیتي ادارو لخوا ځایي وسلوالو طالبانو ته په ډاګه پریښودل شو.

د یوې شمیرې ترمخه په ۲۰۱۳م کال کې په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیات خلک د سوات او کوز دیر نه بهر لاړل، چې دغې د سوات اقتصاد هم متاثره کړ.

XS
SM
MD
LG