د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور : اوه لکو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي


پاکستان کې ماشومانو ته د پولیو حاڅکي ورکول کیږي
پاکستان کې ماشومانو ته د پولیو حاڅکي ورکول کیږي

د خيبر پښتونخوا د صحت د محکمې چارواکي وايي چې نن به په پېښور کې د اوو لکو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکوي.

د فیروزشا په نوم یو حکومتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د پولیو د څاڅکو د ورکولو لپاره څلور زره دوه سوه ټیمونه جوړ کړای شوي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې اوه زره امنیتي سرتیري به د پولیو د ټیمونو د ساتنې لپاره په لارو کوڅو کې موجود وي.

دا په داسې حال کې ده چې ایسوسي ایټډ پریس پرون خبر خپور کړی و چې په پاکستان کې د پولیو شپږ نور کیسونه هم مخې ته راغلي دي. د چارواکو په وینا له دې سره په روان کال کې په ټول پاکستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمیره دوه سوه او شپږ اویا ته پورته شوه.

په نړۍ کې پاکستان او په دې هیواد کې خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې پولیو تر ټولو زیات ځپلې دي.

.

XS
SM
MD
LG