د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ وايي د القاعده غړی عدنان الشکري جمعه یې وژلی دی


عدنان الشکري جمعه
عدنان الشکري جمعه

د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې یې د القاعده شبکې يو مشر له یو بل ملګري سره وژلی او د یادې ډلې پنځه غړي یې نور ژوندي نيولي دی.

سېلاب محسود

اسلام اباد: د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې یې د القاعده شبکې يو مشر له یو بل ملګري سره وژلی او د یادې ډلې پنځه غړي یې نور ژوندي نيولي دی.

پاکستاني پوځ د شنبې په ورځ په يو خبرپاڼه کې ویلي چې د عدنان الشکري جمعه په نامه د القاعده دا مشر يي نن سهار د یو برید په ترڅ کې وژلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې برید کې د الشکري يو ملګری وژل شوی او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان د واڼه ځاي خلکو او استخاباراتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د امنيتي سرتيرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې يو سرتيری هم وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي.

پر عدنان الشکري د امريکا لخوا تور وو چې د نيويارک ښار تر مځکې لاندې اورګاډې کې یې د بمي چاودنې دسیسه جوړه کړې وه.

امريکايي څاروانوالانو ویلي وو چې عدنان الشکري جمعه په۲۰۰۸ م کال کې د دې دسیسې لپاره هغه درې کسان ګمارلي وو چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې روزل شوي وو.

ويل کيږي چې عدنان الشکري جمعه د القاعده شبکې د نړيوالو عملياتو مشر ټاکل شوی وو.دا هغه دنده ده چې يو وخت د يوولسم ستمبر د ترهګر بريدونو چل جوړونکي خالد شيخ محمد پر مخ بیوله.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG