د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندنه د اسلام اباد تېروتنه وه"


د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په رسميت پېژندنه د اسلام اباد لویه تېروتنه وه.

نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ په کراچۍ کې د ځوانانو د پارلېمان په نوم د یوې ټولنې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې جنګېدونکي ټول طالبان پښتانه ول او دا چې پاکستان دې طالبانو ته شناخت ورکړی وو.

ده زیاته کړه چې دا خبره سمه نه ده چې په ۱۹۷۹ز کال کې د امریکا د ملاتړ لپاره دوی په افغانستان کې د جهادي ډلو مرسته وکړه.

ده وویل، دا د پاکستان خپله ګټه وه چې په افغانستان کې پخواني شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي. د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه افغان حکومت لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG