د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ډرون برید: د قومندان زرقاوي په ګډون اته تنه وسله وال ووژل شول


د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقيوال ازادۍ راډيو ته وویل، چې نن غرمه شاوخوا یوه بجه د ایساف ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د شیرزاد ولسوالۍ په تورکو سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید ترسره کړی،چې په پایله کې د وسله والو طالبانو مشهور قومندان زرقاوي په ګډون اته تنه وسله وال وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو د يادې پيښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG