د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: هند، چين او روس دې په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې هند ، چین او روس باید په ګډه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

حامد کرزي دا خبرې د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې له هندوستان ټایمز نومي ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

حامد کرزي ویلي چې له هند او افغانستان سره بې له دې بله لاره نشته چې له پاکستان خبرې اترې وکړي.

بل پلو نوموړي د یادې ورځپاڼې تر انتظام لاندې یوې غوندې ته وویل ، کوم چا چې ترهګري د بهرنۍ تګلارې په توګه کاروله هغوی اوس په خپله د ترهګرۍ ښکار دي.

حامد کرزي د خپلې ولسمشرۍ په شاوخوا دولس کلنه دوره کې شل ځله د پاکستان سفر کړی وو او تل یې دا خبره کوله چې د ترهګرۍ مرکزونه له افغانستانه دباندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG