د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغان ولسمشر پاکستان ته وروستی سفر بریالی وو”


پاکستان وايي، اسلام اباد ته د افغان ولسمشر اشرف غني وروستی سفر بریالی وو او دا چې دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو کې پر همکارۍ سلا شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، دواړو هېوادونو له یو بل سره تر ۴۰ زیاتې پرېکړې وکړې.

تسنیم اسلم زیاته کړه چې کابل او اسلام اباد پر داسې موضوعاتو هم سره سلا شول چې پکې د دواړو هېوادونو شریکې ګټې خوندي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG