د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د کرنې د بدلون لپاره دې ستراتیژیک پلان جوړ شي”


په ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازي د کرنې له وزارته وغوښتل چې د کرنې د بدلون لپاره ستراتیژیک پلان جوړکړي.

احمد ضیا مسعود د پنجشنبې پر ورځ د دې وزارت د راتلونکي لس کلن پلان په تشریح کې وویل، د افغانستان زراعت بنسټیز بدلون ته اړتیا لري:

″د کرنې له وزیره مو دا غوښتنه ده چې حکومت ته دې داسې یوپلان ورکړي چې موږ څنګه کولای شو په راتلوونکو پنځو یا لسوکلونو کې د کرنیزو موادو د تولید له پلوه په خپل ځان متکي شو.″

د کرنې سرپرست وزیرمحمد اصف رحیمي وايي، په راتلونکي یوه میاشت کې به پلان ترتیب خو زیاته یې کړه، چې د دې پلان د عملي کیدو لپاره د حکومت ملاتړ ضروري دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG