د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: یو افغان پولیس زرګونه ماینونه را ایستلي


د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ یو پولیس سراج الدین افغانمل وايي چې تر اوسه یې نږدې ۷ زره خښ شوي ماینونه را ایستلي او شنډ کړي یي دي.

افغان مل مشال راډیوته وویل چې په دې برخه کې یې مسلکي زده کړې هم نه دي کړي خو د خپل ولس د ژغورلو په خاطر یې دغه له خطره ډک کار ته زړه ښه کړی دی.

افغان مل له حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې د نورو پولیسو د روزلو لپاره ورته امکانات برابر کړي.

د نوموړي په وینا یاد شوي ماینونه د تېرو څو کلونو په موده کې د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د وسله والو لخوا خښ شوي و، او ده شنډ کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG