د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې يو ځانمرګی تر برید مخکې وژل شوی


د زابل امنیتي چارواکي وايي، افغان سرتېرو نن سهار په دغه ولايت کې يو تن ځانمرګی بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلی دی.

چارواکي وايي، يو تن ځانمرګی له باروتو ډک موټر کې سپور وو او غوښتل يې د شينکۍ ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړي.

د زابل امنيه قومندان غلام سخي روغ لېونی وايي، ځانمرګي يو مزدا موټر هم له باروتوډک کړی وو او په خپله يې هم واسکټ اغوستی وو.

دی وايي، پوليسو له لېرې پر ځانمرګي ډزې کړې دي او هغه ځان الوځولی دی.

په دغه پېښه کې سرتېرو او عامو وګړو ته هېڅ ځاني زيان نه دی اوښتی.

پرون هم په زابل کې دوه تنه ځانمرګي هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوي وو.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG