د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې څلور وسله وال وژل شوي دي


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، چې بېګا شپه شاو خوا اوه بجې د ایساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هسکې مينې ولسوالۍ ګورګورۍ سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړی چې په نتیجه کې يې د ايمل په نوم يو سرګروپ له خپلو څلور تنو ملګرو سره وژل شوي.

د ولایت امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد مشال راډيو ته نن وویل، چې وژل شوی سرګروپ هغه کس و چې د هسکې مينې ولسوالۍ کې يې سکولونه تړلي و.

همدا رنګه د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال وايي: تيره شپه د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو د چپلیار ولسوالۍ اړوند للمه سیمه کې عملیات تر سره کړي چې اوه تنه مشکوک کسان يې له وسلو سره نيولي دي.

وسله والو طالبانو د یادو پيښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG