د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان او پاکستان دواړو د ترهګرۍ ضد پر ګډه مبارزه ټینګار وکړ'


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره روغبړ کوي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره روغبړ کوي

د افغانستان ولسمشریزه ماڼۍ ( ارګ ) وايي ، پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو مشرانو د ترهګرۍ ضد پر ګډه مبارزه ټینګار وکړ.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي د یکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل:

"د دواړو هېوادونو ترمنځ یوفرصت رامنځ ته شوی؛ اوس پر دواړو هېوادونو پورې اړه لري چې له شته فرصته څومره ګټه پورته کولی شي؛ څنګه چې ګډ فرصتونه شته، ګډ ګواښونه هم موجود دي چې ګډ کار ته ضرورت لري؛ د افغانستان له خوا چې کوم فرصت رامنځ ته شوی؛ افغانستان وخت، اوږدمهاله اقداماتو او سنجول شویو ګامونو ته اړتیا لري."

ولسمشر غني د جمعې پر ورځ د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره تللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG