په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ په خیبر او شمالي وزیرستان قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد په عملیاتو بوخت دي، د هیواد سر لښکر جنرال راحیل شریف د اتوار په ورځ دیوې اونۍ په رسمي سفر امریکا ته لاړ.
امریکا چې د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې یې پاکستان د لومړۍ کرښې اتحادي هیواد دی، تل پر پاکستان غږ کړی چې د وسله والو ډلو پرضد دې کوټلي ګامونه پورته کړي. دوی په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد د اقداماتو غوښتنه کوله ځکه چې له دغه ځایه افغانستان ته د جنګ لپاره وسله وال لیږدول کیږي.
دپاکستان سرکاري راډیو نن په خپله ویب پاڼه خبر خپور کړی چې ورکې راغلي، د وروستیو عملیاتو نه پس پر پاکستان د امریکې باور زیات شوی او په داسې حالاتو کې امریکې ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې غښتلې کوي.
پاکستان ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي.
څارونکي ګڼي چې ښايي جنرال راحیل شریف به امریکې ته د سفر پرمهال دپاکستان په قبایلي سیمو د بې پایلټه الوتکو د بریدونو په اړه خپلې اندیښنې هم د امریکې سره شریکې کړي.
بلخوا د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف روانو عملیاتو کې تر دې دمه څه باندې ۱۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي.
په واشنګټن کې د وایس آف امریکا ډیوه ريدو سره په خبرو کې د پوځ د مطبوعاتي ادارې/ آي ایس پي آر/ مشر جنرل عاصم سلیم باجوه په دې هکله وویل
------------------------------غږ-----------------------------------------------------
دیادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان او خېبر ایجنسۍ کې ددې ورستيو پوځي عملیاتو به نتیجه کې په لکهونو خلک د خپلو کورونو نه نورو سیمو ته کډه شوي دي.