د لاسرسي ځای

تازه خبر

شکریه بارکزۍ له ځانمرګي بریده ژوندۍ ووتله


د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ
د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ

د افغانستان د سرښار کابل پولیس وايي د یکشنبې په سهار په دارلامان سرک باندې په یوه ځانمرګې حمله کې د ولسې جرګې غړې شکریه بارکزۍ ژوبله شوې ده. په دې پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او له شلو زیات زخمیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل د پېښې په اړه ددوی پلټنې روانې دي، خو د لومړنیو شواهدو نه داسې ښکاري چې د ځانمرګي برید نخښه شکریه بارکزۍ وه.

د استقلال روغتون چارواکو د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل چې دوی ته پنځلس ژوبل کسان رسول شوي چې ډیرۍ یې ولسي کسان دي.

پخپله دولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ له پېښې وروسته په خپاره شویو عکسونو کې پخپلو پښو روانه لیدل کیږي.

برشکریې بارکزۍ د برید پړه تردې دمه چا قبوله کړې نه ده.

شکریه بارکزۍ دافغانستان په کچه د میرمنو د حقونو مبارزه ګڼل کیږي. نوموړې په ولسي جرګه کې دننه او بهر د میرمنو د حقونو لپاره په هڅو بوخته ده.

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر اغلې بارکزۍ شوی برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې دغه کړنه د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف ده. له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ډاډګیرنه ورکوي او ژوبلو کسانو ته د عاجلې شفا غوښتونکی دی.

XS
SM
MD
LG