د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر پاکستان ته روان دی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د روانې مياشتې پر څوارلسمه نېټه پاکستان ته ځي.

داخبره د پاکستان بهرنو چارو دفتر وياندې تسنيم اسلم په اسلام اباد کې د اونيزې خبري غونډې پر مهال وکړه.

دې زیاته کړه چې په دغهدوه ورځني سفر کې به له افغان ولسمشر سره لوړپوړي چارواکي، وزيران او ځینې سوداګر هم مله وي.

پر دې مهال به افغان ولسمشر له خپل پاکستاني سیال ممنون حسېن سره هم ويني.
په دې دوره کې به د دواړو ملکونو ترمنځ پر اقتصاد، توانايي، دوه اړخيزه تعلقاتو، د پولې پر انتظام او د ترهه ګرۍ ضد جنګ په ګډون پر مختلفو چارو خبرې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG