د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: بمي چاودنې څلور کسان ټپیان کړل


په کراچۍ ښار کې نن (چارشنبه) سهار په یوه بمي چاودنه کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دغه چاودنه په بلدیه ټاون کې د رینجرځواکو د موټر سره نږدې شوې ده، خو د رینجرځواکو سرتیرو ته پکې زیان نه دی اوښتی.

چارواکي وایي په پېښه کې ژوبل شوي څلور واړه کسان ولسي وګړي دي.

په کراچۍ کې له تېرې څه مودې راهيسې پر امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوي دي.

د ګل پر ورځ په دوه ورته حملو کې درې پولیس سرتیري وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG