د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پښتونخوا تلونکې بس د سیند خېرپور کې ټکر خوړلی، ۵۶ تنه مړه


د پښتونخوا له سواته تلونکې بس په پېښه کې ۵۶ تنه مړ او یو شمېر ژوبل. ۱۱/۱۱/۲۰۱۴
د پښتونخوا له سواته تلونکې بس په پېښه کې ۵۶ تنه مړ او یو شمېر ژوبل. ۱۱/۱۱/۲۰۱۴

دا کوچ له بحرینه روانیږي، پر کالام ، خواځه خېله، مینګوره، بټ خېله، شېرګړ، پیښور او تر نورو علاقو تېرېږي، د دغو علاقو سورلۍ پکې ډېرې وي، په دوی کې اکثره د کراچۍ بنارس ته ځي.

کراچۍ: د سیند صوبې په خېرپور سېمه کې تېره شپه ناوخته په یوه ټرافیکي پیښه کې لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه شوي دي. چارواکي وایي پیښه هغه مهال مخې ته راغله کله چې د سورولو ډک بس له مخامخ راتلونکي ټرک سره ټکر وخوړ.

د بیښې ښکار شوی د المعصوم په نامه دغه کوچ د دوشنبې یا ګل په سهار د سوات له بحرینه کراچۍ ته روان شوی و. د یاد کوچ د کراچۍ منیجر عبدالغني مشال ریډیو د پېښې په اړه وویل

((زموږ دا کوچ له بحرینه روانیږي، پر کالام ، خواځه خېله، مینګوره، بټ خېله، شېرګړ، پیښور او تر نورو علاقو تېرېږي، د دغو علاقو سورلۍ پکې ډېرې وي، په دوی کې اکثره د کراچۍ بنارس ته ځي. په سیند صوبه کې زیاتره سرکونه خراب دي، له دې وجې دا پیښه رامنځته شوې ده ))

د پېښې ښکار بس
د پېښې ښکار بس

نوموړي وویل په دغو بسونو کې د سوات له غریزو سیمو څخه زیاتره خلک د ژمي په موسم کراچۍ ته راځي، په دې ورځو کې له دغو سیمو څخه کراچۍ ته په راتلونکو بسونو کې تر معمول زیاتې سورلۍ وي چې زیاتره پکې ماشومان او ښځې وي .

په پېښه کې ژوبل شوي کسان د سیند صوبې د خېرپور سیول روغتون ته وروړل شوي دي . د یاد هسپتال ډاکټر غلام سرور سومرو مشال ریډیو سره په خبرو کې د ۵۶ کسانو د مړینې پخلې کړی. دی وایي د دریو نورو ژبلو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

(( دا سورولو لوي بس و، اکثر د غېږې ماشومان ددې پیښې ښکار شوي دي ، ۱۷ زنانه او پاتې نور نارینه هم په مړو کې شامل دي . داسې ښکاري چې دا ډېر زورو ټکر و، ځکه چې د زیاتره مړو شویو بدنونو ته سخت زیانونه اوښتي دي))

د سیند صوبې خېرپور کې د پېښې ښکار بس
د سیند صوبې خېرپور کې د پېښې ښکار بس

د ژغورنې ادارې وایي د ټکر له امله بس په مکمله توګه ویجاړ شوې ، او ددې د ځینو برخو د کټ کولو روسته یې مړي او زخمیان راویستلي دي . په سېمه کې د ژغورنې کارونه سرته رسیدلي او د پیښې ټول قرباني شوي کسان هسپتالونو ته رسول شوي دي .

یاده دې ددې نه مخکې هم د سیند صوبې په بیلا بیلو ښارونو کې لویې ترافیکي پیښې رامنځته شوي دي چې درنه مرګ ژوبله یې لرلی ده .

XS
SM
MD
LG