د لاسرسي ځای

تازه خبر

​ننگرهار: توغندي بریدونو یو تن وژلی اووه ژوبل


نن (سېشنبه) شاو خوا اته نیمې بجې له نامعلوم لوري په جلال اباد ښار باندې دوه توغونديز بریدونه شوي چې يو يې د سیمنټو په کوڅه کې لګيدلی او دويم هغه يې د امير شهيد باغ ته څيرمه لګیدلی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتی مسوول حضرت حسین مشرقیوال مشال راډيو ته وويل:
د سیمنټو په کوڅه کې چې کوم توغوندی لګیدلی، يو تن يې وژلی او درې تنه يې ټپیان کړي او د امير شهيد باغ تر څنګ چې کوم توغوندی لګیدلی، مرګ ژوبله نه لري.

بل خوا د ننګرهار مرکزی روغتون سرطبیب همایون زهير مشال راډيو ته وويل چې د پېښې له ځایه يې روغتون ته يو مړی او اوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.

د دغو بریدونو پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG