د لاسرسي ځای

تازه خبر

'زموږ یې ماشومان راووژل، دنیا مو ورانه شوله'


په بمونو او د هاوان په ګولو یې بچي راته مړه کړل، دنيا مې ورانه شوه، اوس راته وايي چې موږ خو دا اعلان نه وو کړی چې تاسو راووځئ

نن چار شنبې په ورځ د خېبر خېر ښېګړې کمېټې مشرانو په يوه خبري کانفرنس کې وويل چې د باړې خېبر یو عملیاتو له وجې بې کوره شوو خلکو سره د ميرې مور چلند کېږي. دوی زیاتوي چې بې کوره شوي ځینې کورنۍ اوس هم په جلوزو کېمپ کې تر سنه اسمان لاندې ژوندې شپې ورځې سبا کوي.

د خېبر خېر ښېګړې کمېټې مشر حاجي داود خان له خبري کانفرنس وروستو مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان پوځ لخوا په باړه کې پيل شوی د خېبر یو عملیاتو له لاسه د بې کوره شوې خلکو نه خو نومونه درج شوي دي او نه ورسره د حکومت لخوا مرسته کېږي.

"له حکومته زموږ دا غوښتنه ده چې له باړې د بې کوره شوو خلکو اندراج دې وشي او اسانتياوې دې ورکړل شي، يخني رارونه ده ، کوشنیان مو ناروغان شول، ښځې ناروغې شولې، پر وچ ډاګ پراته یو. شاو خوا ۲۶ سوه کډې جلوزو کېمپ ته راغلې دي. ډير خلک په اديرو کې پراته دي. ډېرو خلکو د یوه بل کره اړولي دي او ځینو خلکو ځان ته په کرايه کورونه نيولي دي. نو موږ غواړو چې له دې بې کوره شوو خلکو سره دې پوره انصاف وشي"

د خېبر خېر ښېګړې کمېټې مرستيال مشر حکم خان وويل چې حکومت دې دوي خپلو سيمو ته اوليږي او که داسې نه شې کولې نو بيا دې ورته ده نورو سيمو د بې کورو شوې خلکو په رنګ اسنتياوې ورکړي.

" په بمونو او د هاوان په ګولو یې بچي راته مړه کړل، دنيا مې ورانه شوه، اوس راته وايي چې موږ خو دا اعلان نه وو کړی چې تاسو راووځئ او دا خبره له موږ سره په ريکارډ شته. نو چې بمونو راباندې اوروي نو خود به راوځو، زموږ د يو کس اندراج نه دی شوی او بيا یې را ته وويل چې نومونه به ولیکو. نو موږ خو ټول بې لاسو بې پښو يو چې له کورونو راوتلو، دا راته د اېف ډي ايم اې چارواکو ويلي دي"

د خېبر ايجنسې څخه د بې کوره شوو خلکو د دې ستونځو په باب مو چې کله د ايف ډي ايم اې يا د قبایلي سيمو افتونو نظم ادارې د عملیاتو او مرستو چارواکي عادل ظهور څخه وپوښتل نو د هغه وينا وه." د دې ټولو له موږ سري له وړاندې نومونه درج دي نو يو ځل يې چې نومونه درج نو بيا يې څنګ درج کړو. دوی ته خپله ځیره »راشن» هم ورکول کېږي خو بيا هم موږ دوی ته د نومونو لیکلو ځايونه په دې غرض جوړ کړې دي چې که چیرې څوک پکې بغير اندراج والا وي نو موږ به يې اندراج وکړو"

د خېبر فلاحي کميټۍ د مشرانو په وينا د خېبر یو عملیاتو له وجې تر اوسه ۲۵ زره کورنيو نورو سيمو ته کډې کړې دي خو قبایلي سيمو کې د آفتونو نظم اداره وايي چې له باړې د کډه کونکو خلکو نومونه له دوی سره وړاندې ثبت دي چې شمېره يې ۶۵ زره ده.

XS
SM
MD
LG