د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو روسی نژاده غړی د امریکا په عدالت کې


د طالبانو يو مشکوک روسی نژاده غړی د سېشنبې پر ورځ په امريکا کې عدالت ته وړاندې کړل شو.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان يو غیر امریکايي نظامي بندي امريکا ته د اورېدني لپاره وړل شوی دی.

اریک حمیدالله د ترهګریزو کارروایانو د کولو په تور د امریکا په ورجینیا کې عدالت ته وړاندې کړل شو.

اریک حمیدالله د ۲۰۰۹م کال په نومبر میاشت کې د امریکا پوځ نیولې وو او پر دې تورن دي چې د افغانستان په خوست ولایت کې یې په امریکايي او افغان ځواکونو د برید د ترسره کولو لپاره د دروو وسله والو ډلو مشري کړي.

امريکايي چارواکي وايي،حميدالله په افغانستان کې د شوروي اتحاد د جګړې د وخت پوځي دی چې په افغانستان کې پاته شو او وروسته له طالبانو سره یو ځای شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG