د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ګردېز کې چاودنې درې تنه وژلي او ۱۳ ژوبل


د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار په غزني لين کې یوې چاودنې درې تنه وژلي او ۱۳ تنه زخميان دي.


د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر حياګل پکتين وايي چې تر دې مهاله ورته د پېښې له ځایه روغتون ته درې مړي او ۱۳ ټپيان وروړل شوي دي.


ده نور معلومات ورنه کړل چې وژل شوي او ټپيان څوک دي او نه هم امنيتي ځواکونو تر دې دمه رسنيو ته څه ويلي دي.

د دې پېښې مسوليت تر دې دمه کوم چا په غاړه نه دی اخيستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG