د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند پر واهګه پوله ځانمرګی برید وغانده


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د هند وزیراعظم نریندر مودي روغبړ کوي
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د هند وزیراعظم نریندر مودي روغبړ کوي

واهګه پوله: د پاکستان او هند پوځیان دواړه هر ماځیګر پر واهګه پوله خپلو غاړو ته جنډۍ هسکوي او پوځي پرېډ کوي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د دغه هېواد د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو په ګډون او د هند وزیراعظم نریندر مودي پر واهګه پوله د نومبر دویمې نېټې پر ورځ د ځانمرګي برید غندنه کړې چې، د وروستیو مالوتو له مخې ۵۵ تنه یې وژلي او لسګونه نور ژوبل دي.

د پنجاب پولیس صوبايي مشر رسنیو ته ویلي پېښه بیګا د یکشنبې ورځ ماښام له لاهور ښاره ۲۵ کلومیټره لیرې د پاکستان او هند ترمنځه پر واهګه د دواړو هېوادونو د پوځي رسمې ګزشت «پرېډ« په ځای کې شوې. د پاکستان او هند پوځیان دواړه هر ماځیګر پر واهګه پوله خپلو غاړو ته جنډۍ هسکوي او پوځي پرېډ کوي. دغه رسم ته هره ورځ په سلګونه کسان لیدو ته ورځي خو د رخصتیو پر ورځ لازیات خلک ورماتېږي، ځکه خو له ځانمرګي بریده ګڼو کسانو ته مرګژوبله ورسېدله..

د پنجاب صوبې د بېړنو حالاتو ادارې ویاند کرنل شجاع خانزاده بیګا له رسنو سره په خبرو کې وویل په وژل شوو او ژوبلو کې ښځې، ماشومان او د رېنجر ځواک اهکار هم شامل دي.

'زموږ خو د کورنۍ هېڅوک پاتې نشو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هلته یوه میرمن چې یو شمیر خپلوان یې په برید کې وژل شوي او ژوبل دي، مشال رېډيو ته وايي: »زما دوه ماماګان، یوه مې د ماما مېرمن، او د هغې نور خپلخپلوان په برید کې وژل شوي دي، زموږ د کورنیو شل تنه دلته راغلي ول اوس هېڅ پته نه لګېږي چې هغوی چېرته دي. د ځینو مړو پېژندګلو مو وکړه او نورو لټون کوو. زموږ خو هېڅوک پاتې نشو»

بلخوا بېلا بېلو وسله والو ډلو د دې برید ذمه واري منلې چې پکې اول د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان لله احسان له یوه نامالومه ځایه مشال راډیو ته په ټیليفون د برید پړه ومنله او بیا د تحریک طالبان حکیم الله مسود ډلې هم مشال راډیو ته په یو ټیلفوني پیغام کې ويلي چې د واهګه پولې برید دوی کړی او ډېر زر به یې رسنیو ته ویډیو هم واستوي. او یوې بلې وسله والې ډلې جندالله هم د برید پړه منلې.

د پاکستاني پوځ له لوري ویل کېږي چې د جون میاشتې له نیمايي د وسله والو ډلو ټپلو پر ضد په روانو پوځي عملیاتو کې یې نژدې ۱۲۰۰ وسله وال اورپکي وژلي دي.

خو له دې سربېره وسله وال بیا هم د خونړي برید په ترسره کولو توانېږي، نور تفصیل یې په دغه راپور کې د مشال خبریال ریاض موسا خېل په راپور کې څېړل شوی.

پاکستان او هند پر واهګه پوله ځانمرګی برید وغانده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې د عاشورې مراسم وروستي پړاو ته پر رسېدو دي چې د دغه هېواد په ګڼو برخو کې ورته ټینګ امنیت نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG