د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پر امام ګاه بمي بریدمرګ ژوبله اړولې


د کراچۍ د پولیس چارواکي وایي بېګا شپه د دغه ښار پر عایشه منزل سېمه کې نامالومه وسله والو پر امام ګاه کې لاسي بم غورځولی چې په کې یې د پنځه ښځو په ګډون ۹ کسان ژوبل شوي او یوه ماشومه وژل شوې ده.

چارواکي وایي، د برید پر مهال پر امام ګاه کې د محرم ځانګړي مراسم روان و.

د پېښې وروسته پولیسو په سېمه کې د لټون عملیات کړي او ځینې مشکوک کسان یې نیولي دي.

د دې برید پړه د وسله والو طالبانو د حکیم الله محسود ډلې پرغاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG