د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې یو وسله وال وژل شوی، څلور ټپیان دي


د ننګرهار ولایت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسین مشرقيوال د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:بېګاه ماښام شپږ نيمې بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سيمه کې د سيمه ييزو پولیسو په ګرمه( ګشت) وسله والو طالبانو بريد کړی و چې د پوليسو په ځوابي بريد کې يو تن وسله وال وژل شوی او څلور تنه نور يې ټپیان شوي دي.

مشرقیوال زیاتوي چې په دغه نښته کې پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او له وسله والو يو کرولا ګاډي او نور جنګي مهمات د پيښې په ځای کې پاتې شوي چې د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG