د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:يو ماشوم د وسله والو طالبانو له منګولو ازاد کړی شو


په ننګرهار کې د عامه نظم پولیسو د دوهمي لوا مطبوعاتي دفتر نه د سېشنبې د ورځې خبرپاڼه کې راغلي:د احمد په نوم يو تن ماشوم چې د خوګياڼو ولسوالۍ د چمتلې سيمې څخه نيږدې يوه مياشت وړاندې وسله والو طالبانو ټښتولی و.

د عامه نظم د دوهمې لوا د دريم کنډک پوليسو په مرسته د سيشنبې په ورځ ازاد کړی شو.

خبر پاڼه د احمد له خولې کاږي چې وسله والو طالبانو يې له پلار څخه ۳۰ لکه افغانۍ غوښتې وې، خو له پلار سره يې دومره پیسې نه وې، چې وروسته يې دې خبرې ته تیار کړی و چې ګاونډي هيواد پاکستان ته ولاړ شي او هلته نه د ځانمرګي واسکټ سره بيرته افغانستان ته راشي او ځانمرګي بريد تر سره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG