د لاسرسي ځای

تازه خبر

'شمالي وزیرستان کې پاکستاني جنګي الوتکو ګڼ طالبان ووژل'


د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په شمالي وزيرستان کې يې پرون د دوشنبې پر ورځ په تازه بمباريوو کې دري ديرش وسله وال وژلي.

د پوځ د مطبوعاتي ادارې (ISPR) د بيان ترمخه په دته خېلو کې شوي دي بمباريوو کې يې د وسله والو نهه مرکزونه هم له منځه وړي.

د تحريک طالبان جماعت الاحرار وسله والې ډلې وياند، احسان الله احسان له نامعلوم ځای څخه مشال ريډيو ته د ټيليفون د لارې ويلي چې د پاکستاني پوڅ دا دعوې بې بنياده دي او دي بمباريوو کې د دوی وسله والو ته زيان نه دی اوښتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG