د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدي نن(پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل، عظیمي په دې وروستیو کې استعفا ورکړې وه چې نن ولسمشر ومنله.
تر اوسه مالومه نه ده چې ولسمشر به څوک د سترې محکمې د مشر په توګه وټاکي خو واحدي زیاته کړه چې په دې ترځ کې به ژر رسنیو ته مالومات ورکړي.