د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د کاناډا وزیراعظم وايي، له بریدونو نه ډاریږي”


د کاناډا وزیراعظم سټیفن هارپر وايي، ((هېواد یې نه وېرېږي)) او دا چې د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه وکړي.

دا خبره نوموړي بېګا ناوخته تر هغې وروسته وکړه چې په پلازمېنه اټووا کې د پارلېمان له ودانۍ سره نېږدې یوه وسله وال یو کاناډایی سرتېری وواژه.

ولس ته په خپله وینا کې هارپر وویل، په اټووا کې یې لوی امنیتي عملیات پیل کړي دي. مشکوک وسله وال له پولیسو سره د ډزو پر مهال ووژل شو. پولیسو چې بېګا د مشکوکو کسانو لټون کاوه نو د پلازمېنې اټووا ځینې برخې یې وتړلې.

رسنۍ وايي، د کاناډا پولیس په ډزو کې د ککړتیا په تور له یوه مشکوک کسه پلټنې کوي. د دوشنبې پر ورځ په یوه بله پېښه کې یوه نوي مسلمان شوي کس په کېبیک سیمه کې یو بل امنیتي سرتېری وواژه. تر دې وروسته کاناډايي حکومت د خطر کچ لوړ کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG