د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار ولایت له امنيه قوماندانۍ څخه د چارشنبې د ورځې په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي:د تېرې سېشنبې پر ورځ د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو د نورک جوره په سيمه کې بې پیلوټه الوتکې په يوه ډاډسن موټر کې سپاره پينځه تنه د دولت وسله وال مخالفين په نښه کړي او له منځه يې وړي دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، تيره ورځ هم په خوګیاڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په يوې امنیتي پوستې وسله والو مخالفينو بريد کړی و چې د پوليسو په ځوابي بريد کې کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي او درې تنه يې ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې بیګاه شپه د اچين ولسوالۍ د مامند درې په سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په نتیجه کې د خنجري په نوم يو سرګروپ او يو تن عرب وسله وال وژل شوي او د دوه تنو پاکستاني طالبانو په ګډون يې څلور تنه وسله وال ژوندي نيولي دي.

خبرپاڼه کاږي، بیګاه شپه د سرخرود ولسوالۍ اړوند د بړينه او باغبانيو په سيمه کې د ملي اردو کمانډو ځواکونو د ځايي پوليسو سره په ګډه عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې يې اوه تنه وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپیان شوي او د شک په بنیاد يې درويشت تنه نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG