انټرپول (نړیوالو پولیسو) د کابل بانک په کېس کې د تورونو کسانو د نیولو هڅې شورو کړي دي
د افغانستان د انترپول د څانګې د پولیسو مشر جنرال سید افندي مشال ريدیو ته وویل چې دوی په ۱۹۰ هېوادونو کې د دغو کسانو د نیولو حکم جاري کړی دی.
د کابل بانک په قضیه کې ټول ۲۱ کسان تورن دی خو تر اوسه پورې له دې ډلې یوازې اووه کسان نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې ۱۴ تورن کسان له افغانستان نه بهر وتلي دي. ولسمشر اشرف غني احمد زي د خپل کار په لومړیو ورځو کې د کابل بانک د کېس د بیا پرانستلو حکم کړې دې.