د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تل پیپلز ګوند ولې د ازمون سره مخ وي ؟


بلاول بوټو زرداري د وینا پرمهال
بلاول بوټو زرداري د وینا پرمهال

د خالي په ماښام د کراچۍ په جناح باغ کې د لسګونو زرو خلکو په وړاندې د وینا پرمهال د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وویل: په پاکستان کې اوس هم دوه ډلې شتون لري چې یوه یې د جمهوریت پلوي کوي او بله یې پر ضد ده . نوموړي د خپل تقریر زیاته برخه د پاکستان تحریک انصاف لخوا شورو شویو احتجاجي ناستو او نورو خوزښتونو باندې نیوکو ته ځانګړې وه . هغه وویل کوم خلک چې د امپایر ( لوبڅار ) د ګوتې د اوچتیدو خبرې کوي دوی په اصل کې د جمهوریت په ضد دي.

(( دا یو لیکل شوی سکریپټ دی او دا به ترهغې دوام لري ترڅو پورې یو لاس پوڅې وزیراعظم مخې ته نه وي راغلی .دا ددې لپاره کیږي چې د پاکستان اوسنی نظام ګډوډ شي او کورنۍ جګړه پیل شي. په دې کې کورنۍ او بهرنۍ دواړه کړۍ ککړې دی او دوی غواړي چې پاکستان د شام او عراق په څېر د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل کړي، بیا زمونږ له کوم ښاره کوم اسامه راوځي اوکوم لاس پوځې واکمن په پېښور کې د ښو طالبانو د دفتر خلاصول اعلان کړي او بیا روسته دغه دفتر د ای ایس ایي ایس په دفتر بدل شي))

نوموړي زیاته کړه عمران خان تراوسه نوې خېبرپښتونخوا جوړه نه کړه نو هغه به نوی پاکستان څه جوړ کړي.

هغه پوښتنه وکړه چې په پاکستان کې یوازې ددوی ګوند ولې د وسله والو په نښه دی؟

(( دا ترهګري او حملې یوازې زمونږ په ضد ولې کیږي؟ یوازې مونږ ولې وژل کیږو؟ کله زمونږ د ګوند ټاکل شوی لومړی وزیر په دار راځړول کیږي او کله ددې هیواد لومړنۍ ښځینه وزیراعظمه وژل کیږي، پوښتنه داده چې هره ګولۍ او دار یوازې زمونږ دپاره ولې دی ؟ که تاسو په دې توګه مونږ ویرول غواړئ نو بوټو کله هم نه ویریږي))

بلاول بوټو زرداري په خپله وینا کې د پاکستان په اوسني وزیراعظم نوازشریف هم نیوکې وکړې او وویل چې اوسني حکومت خپله ټوله توجه د ولس د مسلو د حل کولو په ځایې د احتجاجي ناستو د ختمیدا په لور کړې ده ، هغه وویل دا ډول احتجاجي ناستې د پیپلز ګوند د واکمنۍ په مهال هم شوې وې خو دوی یوازې جایزو احتجاجي ناستو ته توجه ورکړې وه ، هغه په دې لړ کې په کې په کوټه کې د هزارو لخوا د ترسره شویو ناستو یادونه وکړه

((زمونږ د واکمنۍ پرمهال په کوټه کې د هزاره کمیونټۍ لخوا احتجاجي ناسته لیدلې وه ، هغه د د انتهاپسندۍ په ضد ناسته وه،د پاکستان په تاریخ که کومه سهي احتجاجي ناسته شوې ده نو هغه د همدغې هزاره وروڼو وه،او زمونږ ټاکل شوی وزیراعظم د هغوی سره لیدو لپاره کوټې ته ورغلې و))

جلسې ته د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ترڅنګ د پیپلز ګوند یو شمیر نورو مشرانو ویناوې وکړې .

یاده دا جلسه د ۱۸ اکتوبر د قربانیانو په یاد کې جوړه شوې وه ، په ۲۰۰۷ کال کې په دغه ورځ د پیپلز ګوند د مشرې بې نظیربوټو د اته کاله جلاوطني روسته کراچۍ ته ستنه شوې وه ، د هغه په هرکلي کونکي د کراچۍ د کارساز په سېمه کې بریدونه شوي و چې په سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه .

XS
SM
MD
LG