د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر، نظیف الله سالارزی خپل ویاند وټاکه


ډاکټر نظیف الله سالارزی د افغانستان د ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د یوه حکم له مخې د سرپرست ویاند په توګه وټاکل شو.د افغانسان ولسمشرپه حکم کې داسې راغلي دي:

"د اړوندو چارو د ښه تنظیم او انسجام لپاره د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د سرپرست ویاند په توګه د نظیف الله سالارزي ټاکل کېدل، منظوروم. نوموړي ته د خدای پاک له دربار د لا زیاتو بریاوو هيله کوم."

سالارزی ۱۲ کاله مخکې د بلخ د طب له پوهنځي فارغ شوی او له ۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د پلاوي د دفتر، د ویاندویی دنده پرمخ وړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG