پاکستاني چارواکي وایي، د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي په دې اړه د تېرې چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د صحت د وزیرې سایره افضل تارړ په مشرې کې مهمه غونډه شوې ده.
-
په دې غونډه کې په پاکستان کې د ایبولا وایرس د ممکنه خپریدو د مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.
-
په یاده غونډه کې د دې ناروغۍ د تشخیص او په روغتونونو کې د ځانګړو وارډو پر لارو چارو هم خبرې شوي دي.
ایبولا ناروغۍ په نړۍ کې په زرګونه کسان وژلي دي.