پولیس چارواکي وایي دوه کسان بېګا شپه په بلدیه ټاون او لانډي سیمو کې او څلور نور کسان نن چارشنبه ګهیځ د کراچۍ ښار په کورنګۍ، لیاري او مومن سيمو کې په نښه شوي دي.
په کراچۍ ښار کې له تېرې اوږدې مودې راهیسې د تشدد پېښې دوام لري چې زیاتره یې فرقه ایزې،سیاسي او ژبنۍ بڼې لري.
یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د وژنو دا پېښې په داسې مهال مخې ته راغلي چې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې په دغه ښار کې د امنیتی ځواکونو لخوا د لټون عملیات هم دوام لري.