د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردګو او ننګرهار کې د ملي اردو سرتیري او وسله وال وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

نن ماسپښين د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرګی شوی دی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

په وژل شويو کسانو کې درې تنه سرتېري او په ټپي شويو هغو کې بيآ دوه د ملي اردو سرتېري شامل دي.

بريد نن تر غرمې وروسته د سيداباد په سالارو سيمه کې د کابل، کندهار پر لويه لاره د ملي اردو پر يوه ټانک شوی.

بل پلو په ننګرهار کې بیا اته وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيو ته وويل چې پرون مازيګر د ايساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د بټي کوټ ولسوالۍ د اصحابو په کلي کې هوايي بريد کړی، چې په کې يې شپږ وسله وال وژلې دي.

مشرقيوال زیاتوي چې بیګا افغان ګډو ځواکونو په مومندرې ولسوالۍ کې ځانګړې عمليات تر سره کړي چې په نتیجه کې يې دوه وسله وال وژل شوي، يو تن ټپي شوی او اته ديرش تنه شکمن کسان يې نيولې دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG