د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : بې پایلټه الوتکې څلور وسله وال وژلي


فایل فوټو
فایل فوټو

په شمالې وزیرستان کې د بې پایلټه الوتکې په برید کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې برید تیر ماښام د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې په یو ګاډي وشو او په دغه ګاډي کې وسله وال سپاره وو.

چارواکو نه دي ویلي چې وژل شوي وسله وال کورني دي او که بهرني ، خو د بې پایلټه الوتکو په بریدونو کې وخت په وخت د تحریک طالبان پاکستان او د القاعدې جنګیالي په نخښه کیږي.

په اکتوبر میاشت کې په قبایلي سیمو کې د بې پایلټه الوتکو شپږ بریدونه ترسره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستانی پوځ هم په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په ضد د تیر جون میاشتې راهیسې د ضرب عضب په نامه عملیات کوي. ددغو عملیاتو له کبله زرګونه قبایل د کورونو پرېښودو او په نورو خوندي سیمو کې کډوالیدو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG