د مومند ایجنسۍ په ساپو تحصیل کې د ریموټ کنټرول بمي چاودنه کې د مړو شمیره دریو تنو ته ورسیدله.
د پولیټیکل انتظامیې یو چارواکي مشال راډیو ته وویل پېښه نن (چارشنبه) سهار شاو خوا اووه بجې د ساپو په علینګار سیمه کې رامنځ ته شو چې پکې دوه تنه وژل شوي او یو ټپي وه چې وروسته یې ساه ورکړه.
چارواکي وايي، چاودنه د یو کور مخې ته د ښخ کړل شوي بم په ذریعه شوې. ویل کېږي چې دغه کور د پولیو ضد کمپاین لپاره د یو کار کوونکي دی دغه کس په دې چاودنه کې ژوبل شوی دی.
تر دې دمه چا د دې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې.