د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملا محمد عمر مو مشر دی"


تحریک طالبان پاکستان ویلي، د افغانستان د طالبانو امیر ملا عمر د دوی مشر دی او دا چې د دوی کارروایانې دا مهال د اسلام اباد پر ضد دي.

د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله له خوا په ننني خپور شوي بیان کې راغلي، دوی یوازې شام، عراق او یمن ته نه بلکې هر ځای ته د دوی په وینا، مجاهدین استولو ته تیار دي.

بیان زیاتوي، تحریک طالبان پاکستان د نړۍ د هرې سیمې له مجاهدینو سره خواخوږي او مینه لري.

د پاکستانیو طالبانو دا وضاحتي بیان پر داسې مهال خپور شوی چې څو ورځې مخکې رسنیو خبر ورکړ چې تحریک طالبان پاکستان د اسلامي دولت له وسلې والې ډلې سره د وفادارۍ اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG