د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د پغمان پېښې پنځه مجرمان سبا اعدامېږي”


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سبا به هغه پینځه کسان اعدام شي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ پر ښځو جنسي تېری کړی وو.

دا خبره نن (سېشنبه) د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د خبري غونډې پر مهال وکړه.

هلته د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشل له ولسمشر اشرف غني په کلکه غوښتنه کړې ده چې د دې کسانو د اعدام حکم دې لغو کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG