د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغان پولیسو د معاشونو په اړه اندېښنه ښودلي


امریکا د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې، ته اندیښنه ښکاره کړې ده چې د افغانستان ملي پولیسو ته د معاشونو ورکولو په پروسه کې بې نظمي شوې ده.

د افغانستان بیا رغونې لپاره د ځانګړي انسپکټر جنرل لخوا نوموړې ادارې ته په دوو لیکونو کې واشنګټن څرګنده کړې چې د فنډونو په رسیدو کې بې نظمي تر سترګو کېږي.

په دې کې د افغانستان د ملي ځواک د معاشونو څخه د تقاعد په نامه د ۲۳.۸ میلونو ډالرو ستنول او فرضي کسانو ته چې ښايي دنده یې نه کوله د معاشونو ورکول شامل دي.

امریکا او نورو بسپنه ورکونکو د ۲۰۰۲ کال راهیسې د یوې اندازې ترمخه ۳.۱۷ بیلیونه ډالره په دې موخه ورکړي دي.

UNDP یا د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په یوه ځوابي لیک کې ویلي دا مسولیت د دوی تروسه پورته دی او په دې اړه یې د افغانستان د حکومت سره خپله اندیښنه شریکه کړې ده او د معاشونو د نظام د سمولو کولو په موخه یې یوه کاري ډله ټاکلې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG