د بخښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنیشنل) د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي نه غوښتي د پغمان د پېښې عاملانو ته د اعدام سزا چې پخواني ولسمشر حامد کرزي یې امر کړی وو بېرته واخلي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمهوري ریاست په وروستیو ورځو شپو کې د پغمان د پېښې په اړه د شپږو مجرمانو د اعدام حکم لاسلیک کړی و.
د دې کسانو پنځه یې پر څلورو ښځو د ډله ییز د جنسي تیري او شپږم کس د وسله والې غلا، تښتونو او وژنې په جرم په اعدام محکوم شوي دي.