د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني: وسله وال باید خبرو اترو ته حاضر شي


افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ په ارګ [ولسمشریزه ماڼۍ] کې د لوی اختر له لمانځه وروسته پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کیږدي.

سفي الله ستانکزی

کابل: د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ په ارګ [ولسمشریزه ماڼۍ] کې د لوی اختر له لمانځه وروسته پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کیږدي.

اشرف غني احمدزي وویل چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره جګړه نه بلکې د افغانان خپل منځي خبرې په کار دي.

ولسمشر احمدزي همداراز وویل چې د ملي یووالي حکومت خپلې لومړۍ ژمنې عملي کړي او په دې هڅه کې دی چې نور هم کارونه چټک شي.

ولسمشر احمدزي وویل ، ً ټول سیاسي مخالفینو ته په واضح توګه وایو چې جنګ د افغانستان د ستونزو د حل لار نه کیږي. یوه بین الافغاني دوامداره سوله یواځینۍ د حل لاره ده او ضروره ده چې هر سیاسي اختلاف په سیاسي لارې حل شيً.

اشرف غني احمدزي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه د واک د سوله ییز انتقال په باب یې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي مننه وکړه.

نوموړي وویل ، ً د ملي وحدت حکومت خپلې لومړنۍ ژمنې ترسره کړې. کابل بانک باندې مو اقدام وکړ. امنیتي چارو کې مو اقدام کړی. اولیه موادو پسې ګرځو. مونږ نه غواړو چې ډېر وغږیږو. مونږ غواړو چې د خدای تعالی په ارادې او د افغانستان د ولس په غوښتنو عمل وکړو او په عمل کې ثابته کړو چې د دې ولس واقعي خادمان یوً.

ولسمشر اشرف غني احمدزي هم داسې پر ټولو [افغانانو] غږ وکړ چې د افغانستان د پرمختګ لپاره لا نور هم متحده شي.

ده وویل چې د دې هیواد د ساتنې لپاره د ټولو پوځیانو سرښندنې د ستایلو دي.

ولسمشر احمدزي په داسې حال کې وسله وال مخالفین سولې ته راوبلل چې له دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په اخترونو کې په وار وار وسله وال مخالفین سولې ته بللي و.

د افغانستان پر امنیتي او سیاسي حلاتو نظر لرونکي وايي چې ولس هم له نوي حکومته غواړي چې د سولې او امن د راوستو لپاره رښتیني هڅې وکړي او ډېره پاملرنه هم دې ته وکړي.

XS
SM
MD
LG