د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان سرتېرو وژنې زیاتې شوي دي"


یوه امریکايي جنرال ویلي، په دې وروستیو کې د افغان سرتېرو، په ځانګړي ډول، د پولیسو وژنې زیاتې شوې دي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قومندان جنرال جان کیمبل بېګا په پېنټاګان کې خبریالانو ته وویل، دا وژنې د هېواد په جنوب او ختیځ کې د وسله والو طالبانو د بریدونو زیاتوالي له کبله زیاتې شوې دي.

ده وویل، د مرګ ژوبلې باوجود افغان ځواکونه توانېدلي دي چې د هېلمند ولایت په ګډون نورې سیمې هم له وسله والو بیرته ونیسي.

د امریکايي ځواکونو قومندان وویل، چې روان کال په افغانستان کې له ۷۰۰۰ نیولې تر ۹۰۰۰ پورې افغانان یا وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي چې دا د تېر کال پرتله زیات شمېر دی.

کیمبل زیاته کړه چې تېره اوونۍ په غزني کې د وسله والو له خوا د خلکو د سرونو پرې کولو رپورټونه ((په بشپړه توګه ناسم)) دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG