د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کرزي او فهیم وروڼه د کابل بانک پوروړي دي"


په افغانستان کې د اداري فساد څار یو تنظیم وايي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مرستیال وروڼه یې په هغو ۱۹ کسانو او شرکتونو کې شامل دي چې لا هم ورباندې د کابل بانک ۶۶۳ میلیونه ډالره پور پاتې دی.

د افغانستان په تر ټولو لوی سوداګریز بانک کې په ۲۰۱۰ز کال کې په پورونو کې د درغلۍ لویه معامله برسېره شوې وه.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټۍ د تېرې پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ورور محمود کرزي د کابل بانک ۲۲،۲ میلیونه ډالره پور ول چې پکې هغه یوازې ۱۳،۴ میلیونه ډالره پرې کړي دي.

محمود کرزي له دې خبرې انکار کړی دی او وايي، له سود سره یې ټول قرض ادا کړی دی. کمېټه وايي، د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم پر ورور عبدالحسین فهیم اوس هم ۴،۴ میلیونه ډالره پور دی.

فهیم شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالره پور ادا کړی دی. دې کمېټۍ دا لېسټ تر هغې یوه ورځ وروسته خپور کړی چې نوي ولسمشر اشرف غني د کابل بانک د قضیې بیا پرانیسو امر وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG