د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې نن (جمعه) سهار یې په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ د بمبارۍ پر مهال ۱۵ وسله وال وژلي دي.
د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د جېټ الوتکو بمباري د جمرود په چپري او د باړې په ملک دین خېلو کې شوې ده چې پکې د وسله والو درې مرکزونه هم ړنګ کړل شوي دي.
ازادې سرچینې د پوځ د دې ادعا پخلی نه کوي او وسله والو هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.