د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا - افغانستان امنیتي تړون د سرټکي


د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د امریکا سفیر جېمز کنینګم امنیتي تړون لاسلیکوي. د سیپټمبر پر ۲۹مه نېټه
د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د امریکا سفیر جېمز کنینګم امنیتي تړون لاسلیکوي. د سیپټمبر پر ۲۹مه نېټه

د تړون هدف د افغانستان د سلامتي په خاطر له بهرني او کورني خطر سره د مقابلې لپاره د دې هيواد صلاحيت پياوړی کول دي.

افغانستان بلاخره د سېشنبې په ورځ له امريکا او ناټو سره دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړی. دغه تړونونه له دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې امريکايې او ناټو عسکرو پاته کيدو ته قانوني حق ورکوي.

د دې تړون غټ غټ ټکي څه دي؟

د افغانستان له امريکا او ناټو سره دوه اړخيزه امنيتي تړونونو په اړه له ډېرې مودې راهيسې بحثونه روان وو او بالاخره د تړونونو متن ته وروستۍ بڼه ورکړل شوه خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له لاسليکه انکار وکړی.

د جون په مياشت کې د افغان ولسمشری د ټاکنو په نتيجه کې د ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني حکومت د سوګند پورته کولو دوې ورځي وروسته د سېشنبې پر ورځ د سیپټمبر پر ۲۹مه نېټه په کابل کې پر تړونونو لاسليکونه وکړل.

امريکا به په افغانستان کې څومره عسکر او تر کومه به يې ساتي؟

دوه اړخيزه امنيتي تړون به د دوه زره پنڅلسم کال د جنوری له لومړی پيليږي او تر دوو کالو پوري به عملي وي.

که څه هم په تړون کې د پاته کيدونکو امريکا يې عسکرو شمير نه دی ښودل شوی خو ولسمشر باراک اوبامه د روان کال د مۍ په مياشت کې د عسکرو شمير نهه زره اته سوه ياد کړی وو.


د تړون هدف؟

د تړون هدف د افغانستان د سلامتي په خاطر له بهرني او کورني خطر سره د مقابلې لپاره د دې هيواد صلاحيت پياوړی کول دي.

د دې له مخي به امريکا افغان امنيتي ځواکونو ته مشوره ورکوي، روزي به يې ، سامان و آلات به ورکوي او د تل لپاره به يې پر خپلو خپو دروي.

په تړون کې يوه مهمه نکته داده چې تر څو امريکا يې او افغان چارواکي سره سلا شوي نه وي تر هغو پوري به امريکا يې ځواکونه اجازه ونلري چې پوځي عمليات ترسره کړي.

دا شان ناټو ځواکونه به عمليات نه کوي البته د افغان پوځ او پوليسو روزنه او ملاتړ به کوي.

امريکا به د يو دريم هيواد پر ضد د افغانستان مرسته کوي او که نه؟

دغه امنيتي تړون دی، نه چې دفاعي تړون چې ګواکې له مخي به يې امريکا د افغانستان د بهرنيو هېوادونو د حملې په صورت کې دفاع کوي.

خو البته د تړون متن وايي چې واشنګټن به پر هر ډول بهرني خطر يا تېري باندې ژوره انديښنه ښيې.

تړون پر مخ وايي، که چېرته يو بهرنی هيواد پر افغانستان تېری کوي نو واشنګټن او کابل به په ګډه د مناسبه ځواب ورکولو په خاطر په ګډه کار کوي.

په دې ځواب کې سياسي، پوځي او معاشي اقدامات شامل دي.

آيا امريکا به په افغانستان کي پوځي اډې ساتي؟

تړون د پوځي اډو په اړه وايي، چې شته اډې به له امريکا سره وي او که چېرته د نورو جوړولو ضرورت پيښ شو نو دا کار به د دواړه هيوادونو په اتفاق تر سره کيږي.

تر دې وړاندي پخواني ولسمشرحامد کرزي ويلي وو چې امريکا په افغانستان کې نهه مستقله پوځي اډې غواړي خو امريکا دا ادعا رد کړې وه او ويلي يې ول چې امريکا په افغانستان کې مستقلې اډې نه غواړي.

XS
SM
MD
LG