هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د بلوچستان مرکز کوټه کې د پولیس چارواکو رسنیو ته وویل، چې ناڅرګندو وسله والو د کوټې ښار پر ډبل سړک د یوه نايي پر دوکان لاسي بم غورځولی او بیا ډزې ورباندې کړې چې پکې ناستو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. په پېښه کې وژل شوی یو کس د پنجاب صوبې دی او په ټپیانو کې هم ځینې د پنجاب اوسېدونکي دي.